د افغانستان د زیّړو مشهورې هنرمندې (gilding artist) په تهران کې د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون په څنډې کې له ایکنا سره په خبرو کې د خپل هنر او آثارو په باب مفضلې خبرې وکړې او ددې خبرې په کولو سره چې دمګړئ د ایران د اسلامی جمهوریت د مصحف په څانګې کې د خطي قرآنونو او کتابونو دتذهیب په برخې کې فعالیت کوي، ووئيل، سږکال په دغه نړیوال نندارتون کې د افغانستان په سټال کې د خپل هیواد د مُذهب په توګه ګډون کوي.
هغې ددې خبرې په کولو سره چې خپل آثار ئې د ایټالیا او متحده عربی آماراتو کې ددوبئ پشمول نورو هیوادونو او ښارونو ته د خرڅلاؤ لپاره صادر کړي دي،ووئيل؛ د ایران په داخل کې هم ډير نندارتونونه ترسره شوي دي او همداراز د یو شمیر ایرانو او د افغانستان د مهاجرو هنرغواړو د ؛ شه مامه ؛ په نامې سره د انجونو ډلې سرپرسته ده او هرکال د تذهیب نندارتون جوړوي.
میرمن عالمي د خپل هنر په پرمختګ او لور نیونې کې د خپل بدلانه پيچومی د یوه حدیث تذهیب کارۍ (ګلډینګ) کار وباله او وې وئيل، ما،ددغه حدیث یعني «ان الحسین مصباح الهدی و سفینه النجاة: یعني امام حسین د هدایت مشال او د نجات کشتۍ ده ، په تذهیب کولو سره د خپل هنر پرمختګ تجروبه کړ او په همدغه کار سره مشهوره شوم او دغه تذهیب کارۍ وروسته مختلفو هیوادونو زما آثار د بینریا پوسټر په بڼه واخستل او پخپلو کورونو کې ئې ولګول.
هغه ددې خبرې په کولو سره چې په سږکال دغه نړیوال نندارتون کې مو د جاپان ،پاکستان او هندوستان هیوادونو څخه ډير مراجعه کونکي درلودل، ووئيل، دوي د ایران د اصیل هنر په توګه د تذهیب هنر له زده کولو سره ډیره دلچسپي ښودلې ده او له لیدونکو او مراجعه کونکو سره دبلدیا لپاره د نندارتون د ترسره کیدا نیټه کافي نه ده.
https://iqna.ir/fa/news/4133344